‏د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې تر دې دمه یې د پنځشېر ۷۵ زره ۸۸۷.۵ قیراطه زمرد په ۴.۷ میلیونه ډالرو پلورلي دي.

‏همدارنګه، نن یې دوه زره ۴۹۱ قیراطه زمرد د ۳۷ زره ۵۵۰ ډالرو په ارزښت په یوه داوطلبۍ کې، چې ۷۵ تاجران په کې ګډون درلود، پلورلي دي.

‏طالبانو درې مسلکي جوازونه هم د یاقوتو قانوني استخراج لپاره وېشلي دي.