‏د غزې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د حماس او اسرايیل ترمنځ په روانه جګړه کې د وژل شویو شمېر ۳۹ زره ۷۹۰ ته رسېدلی دی.

‏په جګړه کې ۹۱ زره ۷۰۲ کسان ټپیان شوي دي. د غزې ملکي دفاع بنسټ ویلي چې په یوې وروستۍ هوايي حمله کې پر یو ښوونځي، چې بې‌ځایه شوي فلسطینیان پکې مېشت وو، ۹۳ کسان وژل شوي دي.