‏امریکا کې د ۲۰۲۴ ټاکنو په ترڅ کې ډونلډ ټرمپ او کمالا هرېس د سپتمبر پر لسمه د خپلې لومړنۍ مناظرې لپاره چمتو شوي دي.

‏اې‌بي‌سي تلویزیوني شبکه به د دې مناظرې کوربه وي، چې د ټرمپ او هرېس ترمنځ به د راتلونکو ټاکنو په اړه په مختلفو مسایلو بحث وشي. ټرمپ په دې اړه ویلي چې په څو مناظرو کې د ګډون پلان لري، او هرېس هم د دې مناظرې د منلو لپاره چمتووالی ښودلی دی.