طالبانو په هېواد کې ټولو نویو جوړ شویو روغتیايي مرکزونو ته خبر ورکړی دی چې د یو کال لپاره به له انتفاعي ماليې څخه معاف وي.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سه شنبې په ورځ د اګسټ مېاشتې په ۶ مه نېټه د مالیې وزارت د کلني راپور په کنفرانس د خبرو پر مهال وویل چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر یې نوي جوړ شوي روغتیايي مرکزونه له مالیې معاف کړي دي.

مولوي عبدالسلام خنفي په دې خبري کنفرانس کې څرګنده کړه چې د روغتیايي خدماتو په برخه کې طالبانو انتفاعي مالیه له څلور سلنې څخه درې سلنې ته را ټېټه کړې ده.

نوموړي همدراز خبر ورکړی چې ښوونیز او تحصیلي سکټورنه هم د یو کال لپاره له انتفاعي مالیې څخه معاف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب ډله پر افغانستان د بیا واکمنېدو راهیسې د مالیې راټولو په هدف پر عامو خلکو خپلو فشارونو ته دوام ورکړی دی او په بېلابېلو پلمو له بېوزلو خلکو پیسې را ټولوي.