د بنګله دېش پوځي چارواکو نن د دوشنبې په ورځ د اګسټ مېاشتې په ۵ مه نېټه خبر ورکړی چې د دې هېواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له خپل مقام څخه استعفا ورکړې ده.

د بنګله دېش د پوځ مشر وقار زمان په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له استعفا وروسته یو موقت حکومت جوړوي خو دا یې روښانه نکړل چې د موقعت حکومت مشري به څوک کوي.

بنګله دیشي زده کړیالانو له یوې میاشتې راهیسې د دولتي دندو د سهمیه‌بندۍ په غبرګون کې لاریونونو ته مخه کړه او د بنګله‌دېش د لومړۍ وزیرې د استعفا غوښتنه یې کوله.

په زرګونو مظاهره کوونکي، چې د صدراعظمې له واک څخه لیرې کېدل یې غوښتل، د دوشنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو لخوا د لګېدلي ګرځبندیز پروا ونه کړه، په پلازمینې ډهاکې کې واټونو ته راووتل او پر صدارتي ماڼۍ ورغلل.

شیخ حسینې ته نږدې سرچینو ویلي چې هغه په هیلکوپتر کې له هېواد څخه وتلې خو ځای یې نه دی ښودلی.