د افغانستان د ځغاستې افغان لوبغاړی د فرانسې ۲۰۲۴ م کال المپیک روانو سیالیو څخه بهر شو.

افغان لوبغاړی شاه محمود نورزهي نن شنبه د اګسټ په ۳ مه نېټه د ۱۰۰ متره واټن سیالیو کې د ۴۵ ګډون کوونکو منډه وهوونکو ترمنځ ۲۱ مقام ترلاسه کړ او د دې سیالیو له راتلوونکي پړاو څخه بهر شو.

یاد لوبغاړي ۱۰۰ متره واټن په ۱۰ اعشاریه ۶۴ ثانیو کې وواهه.

تر دې وړاندې تېره ورځ افغان لوبغاړې یولدوز هاشمي د پاریس ۲۰۲۴ م کال المپیک سیالیو په لړ کې د ښځینه بایسکل ځغلولو سیالي کې ۲۶ مقام خپل کړ او له دې سیالیو بهر شوه.

د ویلو ده چې د المپیک نړیوالې کمیټې د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې له افغانستان څخه شپږ لوبغاړي د لامبو وهلو، جودو، بایسکل ځغلولو او اتلتیک ورزشي رشتو په برخه کې ګډون کړی دی.