د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د یوه چینايي شرکت له مسولینو سره په کتنه کې د کنړ ولایت په درېیو سترو بندونو (شال، ساګي او سرتاق) د برېښنا د تولید په پروژ کې د پانګونې په اړه بحث او خبرې اترې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت نن یکشنبه د جولای په ۲۸ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې لیدنه کې د چینایي شرکت مسؤلینو په یادو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې ده چې حاضر دي یاد وزارت سره د همکارۍ هوکړه لیک تر لاسلیک کولو وروسته پر کونړ سیند باندې د درېیو سترو بندونو د جوړولو عملي چارې پیل کړي.

اعلامیه زیاتوي چې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د برېښنا د تولید په بندونو کې د چینايي شرکتونو له پانګونې هرکلی کړی او ویلي دي چې د کنړ سیند د برېښنا د تولید لپاره مناسب شرایط لري.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور همداراز ټینګار کړی دی چې د دې بندونو په جوړلو سره به افغانسان وکولای شي ګاونډیو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړي.

ښاغلي منصور په ورته وخت کې د چینايي شرکت مسولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.