د ماشومانو ملاتړ اداره وایي، واکسین د پولیو د مخنیوي یوازینۍ لار ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې «یونیسف» په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د دوامدار خطر په اړه اندېښنه ښودلې او د ماشومانو د روغتیا پر وړاندې یې د بې‌غورۍ نیوکه کړې ده.

یونیسف ویلي، د پولیو وحشي ویروس کولی شي په اسانۍ د ماشومانو ژوند اغېزمن کړي او ټینګار یې کړی چې دغه ناروغي درملنه نه لري، خو د واکسین له لارې یې مخنیوی ممکن دی.

دغه بنسټ ویلي: «د نړۍ هر ماشوم حق لري چې له دغه خطر څخه خوندي وساتل شي او د ژوند اساسي خوندیتوب ولري.»

یونیسف په هرات ولایت کې د پولیو د مخنیوي روان کمپاین ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز «KSRelief» په ملاتړ ټولنیز کارپوهان او عامه پوهاوي ډلې کور په کور ګرځي څو کورنۍ د ماشومانو واکسین ته وهڅوي.

د ماشومانو ملاتړ ادارې ټینګار کړی، چې د ماشومانو روغتیا ته بې‌پامي کولی شي راتلونکی نسل له جدي خطرونو سره مخ کړي او له کورنیو او مسؤلینو یې غوښتي چې د عامه پوهاوي په پراخولو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو وحشي ویروس پکې شتون لري.