جورجیټ ګانیون وایي، میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او نجونې له زدهکړو بېبرخې پاتې دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» سرپرستې جورجیټ ګانیون د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د بیان ازادۍ، زدهکړو او د ښځو د وضعیت په اړه تازه راپور وړاندې کړی دی.
د یوناما له خوا خپاره شوي متن کې راغلي، چې جورجیټ ګانیون د افغانستان بېلابېلو او لرې پرتو سیمو ته د سفرونو پر مهال د خلکو له لوري د اقتصادي، بشري حقونو او بشردوستانه فشارونو ګډ پیغامونه اورېدلي دي.
هغې امنیت شورا ته ویلي، که څه هم په لویو اقتصادي شاخصونو کې د ثبات نښې لیدل کېږي، خو لا هم جدي خطرونه موجود دي او د دغه اقتصادي ثبات وضعیت نازک پاتې شوی دی.
د یوناما سرپرستې د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل د مهمو ننګونو له ډلې بللي او ویلي یې دي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، اټکل کېږي چې روان کال به هم تر ۲.۸ میلیونه نور افغانان هېواد ته راستانه شي. ګانیون ویلي، ډېری راستانه شوي کسان داسې اقتصاد او ټولنې ته ستنېږي چې د هغوی د بشپړ ادغام وړتیا نه لري.
نوموړې ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د نړۍ له لویو بشردوستانه بحرانونو څخه ګڼل کېږي او په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
جورجیټ ګانیون د ښځو او نجونو وضعیت هم اندېښمنوونکی بللی او ویلي یې دي، چې افغان ښځې او نجونې له «سیستماتیک او نهادینه شوي زیان» سره مخ دي.
د راپور له مخې، دا مهال شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې چې عمرونه یې د ۷ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي، له زدهکړو محرومې دي، چې له دې ډلې ۲.۶ میلیونه یې تنکې نجونې دي.
ګانیون له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د کار او زدهکړو محدودیتونه لغوه کړي او ویلي یې دي، د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې محدودیتونه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دي.
هغې همداراز د «زوجینو د تفریق» اړوند ۱۸م فرمان ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دغه فرمان د ښځو پر وړاندې د تبعیض د مخنیوي او د ماشومانو د حقونو له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی.

