افغان لوبغاړې یولدوز هاشمي د پاریس ۲۰۲۴ م کال المپیک سیالیو په لړ کې د ښځینه بایسکل ځغلولو سیالي کې ۲۶ مقام خپل کړ.

مېرمنې هاشمي د ۳۲.۴ کیلومټره واټن په ۴۴ دقیقو او ۲۹ ثانیو کې وواهه او د ۳۵ ښځینه بایسکل ځغلوونکو ترمنځ یې ۲۶ ځای ترلاسه کړ.

د المپیک نړیوالې کمیټې د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې له افغانستان څخه شپږ لوبغاړي د لامبو وهلو، جودو، بایسکل ځغلولو او اتلتیک ورزشي رشتو په برخه کې ګډون کړی دی.

د افغانستان په استازیوب به په دې سیالیو کې صمیم فیض زاد د جودو، یولدز هاشمي او فریبا هاشمي د بایسکل ځغلولو، کیمیا یوسفي او شاه محمود نورزعي د اتلتیک او فهم انوري به د لامبو وهلو په ورزشي رشتو کې ګډون کړی دی.

طالبانو له وړاندې د افغان ښځینه لوبغاړو په اړه ویلي دي چې دوی په المپیک سیالیو کې د افغانستان استازي نه دي او نه یې پېژني.