د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرانسې ۲۰۲۴ م کال المپیک سیالیو په بېلابېلو ورزشي رشتو کې د افغان ورزش کارانو په ګډون خوښي څرګنده کړې ده.

حامد کرزي نن شنبه د جولای په ۲۷ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې په همدې اړه لیکلي دي چې افغان لوبغاړو په ډېر ویاړ سره د المپیک سیالیو په پرانیستغونډه کې د افغانستان درې رنګه بېرغ پورته کړ.

د هېواد پخواني ولسمشر همداراز څرګنده کړه: «افغان لوبغاړي سره له دې چې په هجرت کې ژوند کوي، بیا یې هم وکولای شول چې د المپیک مشعل یا څراغ په لېږدولو سره په دې سیالیو کې د افغانستان ښه استازیتوب وکړي.»

 حامد کرزي په دې سیالیو کې افغان لوبغاړو ته د بریا هیله کړې ده.

د المپیک نړیوالې کمیټې د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې له افغانستان څخه شپږ لوبغاړي د لامبو وهلو، جودو، بایسکل ځغلولو او اتلتیک ورزشي رشتو په برخه کې ګډون کړی دی.

د افغانستان په استازیوب به په دې سیالیو کې صمیم فیض زاد د جودو، یولدز هاشمي او فریبا هاشمي د بایسکل ځغلولو، کیمیا یوسفي او شاه محمود نورزعي د اتلتیک او فهم انوري به د لامبو وهلو په ورزشي رشتو کې ګډون وکړي.