پاکستان خبر ورکړی دی چې د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر سره د افغان کډوالو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه د جولای په ۲۶ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر، فلیپو ګرانډي سره پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو خواوو پاکستان کې د افغان کډوالو مسلې لپاره د دوامداره حل لارې پر پیداکولو او د پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ د همکاریو پر دوام هوکړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالب چارواکو خبر ورکړی چې پاکستان په دې هېواد کې د مېشت افغان کډوالو د POR کارټونه موده د یو کال لپاره تمدیده کړې ده.