د کډوالو او راستنېدوونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې پاکستان په دې هېواد کې د مېشت افغان کډوالو د  (POR)کارتونو موده د يو کال لپاره تمدید کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پنجشینه د جولای په ۲۵ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا موضوع په اسلام اباد کې د طالبانو د افغان کډوالو د اتشې د راپور له مخې تایید شوې ده.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې د دغو کارتونو موده د روان کال د جون له لومړۍ د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ پورې تمدید شوې ده.

د کډوالو او راستنېدوونکو چارو وزارت څرګنده کړې چې په اسلام اباد کې د کډوالو د اتشې دفتر دغه خبرتیا د کډوالو په ډلو او د اتاشې په رسمي ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې، څو افغان کډوال د هغه له معنوي امتیازاتو برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ چټکه شوې ده او هره ورځ په لسګونه تنه په خپله خوښه یا په جبري ډول خپل هېواد ستنېږي.