د امریکا متحده ایالتونو د افغان ښځو روان وضعیت د اندیښنې وړ بللی او ویلي دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د ۲۰۲۱ کال له اګست مېاشتې راهیسې د پام وړ خراب شوی دی.

د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمیسیون د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۲۴ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبان غیر انساني محدودیتونو له امله د ژوند او په ټولنه کې د هغوئ د مشارکت وړتیا کمزورې کړې ده.

د دې کمیسیون اعلامیه کې زیاته شوې چې طالبانو د افغان ښځو خصوصي ژوند باندې کنټرول سخت کړی او دوی ډېر ژر د افغان ښځو او انجونو د وضعیت په اړه یوه غونډه را وبولي.

د معلوماتو له مخې یادې غونډې ته د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د برخې مسووله هېډربار، د ښځو د حقونو فعاله میترا مهران او یوه معترضه ښځه وحیده امیري هم بلل شوې دي.

طالبان په افغانستان کې له واکمېندو راهیسې تر ټولو ډېر بندیزونه پر افغان ښځو او نجونو ولږول او دوی یې ان له خپل انساني حقونو هم بې برخې کړل.