ملګري ملتونه د یو راپور په خپرولو سره وايي چې په افغانستان کې ۸۰ فیصده ښځې د مهمو موضوعاتو په اړه د سیمه ییزو چارواکو سره هیڅ تعامل او اړیکې نلري او د عدالت ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې پر سړیو او ټولنې باندې اتکا وکړي.

دغه راپور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یوناما، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او د مهاجرت نړیوال سازمان له خوا په ګډه د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ۸۸۸ ښځو او د یو شمیر سړیو سره د مخامخ مرکو پراساس ترتیب شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې په ټولنیز، اقتصادي او د ژوند په مختلفو برخو کې د افغان میرمنو د وضعیت په اړه د تیر یو کال په پرتله ناهیلې لا زیاته شوې ده.

په راپور کې ښځو ټینګار کړی چې اکثره د عمومي غونډو څخه بهر ساتل کیږي اونشي کولای چې په مستقیم ډول د سیمه ییزو چارواکو طالبانو سره تعامل او اړیکې ولري او دې ته اړ کیږي چې د کورنۍ په نارینه غړو اتکا وکړي.

همداشان ښځو ویلي چې د خپلو نظریاتو د مطرح کولو پر مهال پر سړو باندې اتکا به ددی سبب شي چې په مختلفو کچو د پریکړې نیولو په بهیر کې د هغوی حذف کیدل عادي کړي. په افغاني ټولنه کې د ښځو ناهیلي په داسې حال کې زیاته شوې طالبان تر ډېره افغان ښځې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړې دي.