د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی دی چې په بامیان ولایت کې ېی د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه د جولای په ۲۲ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې دغه نندارتون د دوشنبې په ورځ د ځینو طالب چارواکو له لوري په دې ولایت کې پرانیستل شوی دی.

یاد وزارت همداراز ویلي دي چې په دې ننداتون کې ۱۷۰ غرفې ایښودل شوي او د هغه له ډلې ۱۰۰ یې ښځینه وو ته ځانګړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې یاد نندارتون به پنځه ورځې دوام وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه نندارتون د جوړولو موخه کورنیو محصولاتو او تولیداتو ته وده او بازارموندنه، د ملي صنعت پراخول، له کورنیو تولیداتو څخه د کارونې په تړاو د خلکو خبرول او هڅول، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د سوداګرۍ انګېزې ډېرول، د کورنیو تولیداتو او د هېواد اقتصادي وده او پراختیا او د نندارتونونو او سوداګریزو غونډو جوړولو کلتور دودول ښودل شوې ده.