د بایسکل ځغونې نړیوال فډراسیون خبر ورکړی دی چې د افغانستان بایسکل ځغلونې فډراسیون پر مشر فض احمد فضلي یې بندیز لګوی دی.

د بایسکل ځغلونې نړیوال فډراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې پر فضل احمد فضلي یې له دې کبله بندیز لګوی دی چې له خپلو واکونو یې ناسمه ګټه اخیسته او د بایسکل ځغلونې ځینې افغان لوبغاړي یې ګواښلي و.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د افغانستان د بایسکل ځغلونې مشر به د دې بندیز له مخې د ۱۵ ورځو لپاره له هرډول فعالیته محروم وي.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فډراسیون تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.