د فرانسې فوټبال ملي لوبډلې کپټان او نامتو لوبغاړی کیلیان امباپه چې تر دې وړاندې د فرانسې پاریسن ژرمن کلب سره لوبېده په رسمي ډول د اسپانیا ریال مادرید فوټبال کلب سره یوځای شو.

دغه ۲۵ کلن فرانسوي لوبغاړی نن د سه شنبې په ورځ د جولای په ۱۶ مه نېټه په رسمي ډول د دې کلب له لوري رسنیو ته ور وپېژندل شو.

د معلوماتو له مخې امباپه اسپانیوي کلب سره پنځه کلن تړون لاسلیک کړی دی.

کیلیان امباپه د دې مراسمو پر مهال رسنیو سره په خبرو کې وویل چې خپلې هیلې ته ورسېد او کوښښ به وکړي څو له دې کلب سره ډېرې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.

د ویلو ده چې د اسپانیا په مرکز مادرید ښار کې د دې لوبغاړو د پېژندګلوی په مراسمو کې څه باندې ۷ زره مینه والو برخه اخیستې وه.