د کډوالو او راستنېدوونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې چین هېواد د راستنېدوونکو افغان کډوالو سره د ۱۰۰ میلیونه چیني وان له مرستې لومړی جوپه یې یاد وزارت ته سپارلې ده.

د کډوالو او راستنېدوونکو چارو وزارت نن سه شنبه د جولای په ۱۶ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي د دې مرستې ارزښت ۴۰ میلیونه چیني یوان ښودلی دی.

د اعلامیې د معلوماتو له مخې په دغو مرستو کې ۸۰ موټر (هایلکس، امبولانس، د اوبو ټانکړ او باري موټر) څه باندې شپږزره کوچنۍ او لویې خیمې او ۱۰۰ دانې کمپلې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چین سفیر جاو شینګ ویلي و هېواد یې غواړي افغانستان ته د راستنېدوونکو کډوالو سره ۱۰۰ میلیونه چیني یوان مرسته وکړي.

د کډوالو چارو وزیر له کډوالو سره د چین له مرستې مننه کړې ده.

د ویلو ده چې په دې ورستیو کې د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده او هره ورځ له دې هېوادونو په لسګونه تنه بېرته هېواد ته راستنېږي.