د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د مراکش فوټسال لوبډلې پر وړاندې خپله لوبه ۲ د ۵ ګولونو په توپیر وبایلله.

د هېواد فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه دوستانه لوبه د شنبې په ورځ د جولای په ۱۳ مه نېټه د مراکش هېواد په کوربه توبه د دې هېواد په راباط ښار کې وشوه.

د دې دوستانه لوبې هدف د ازبیکستان فوټسال نړیوال جام سیالیو ته چې ټاکل شوې روان کال وشي چمتوالی ښودل شوی دی.

د ویلو ده چې د فوټسال ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هم مراکش ته بایللې وه.