د پیسو نړیوال صندوق اعلان کړی دی چې د درېیو کالونو لپاره یې پاکستان ته د اوه میلیارد ډالره پور له ورکولو سره توافق کړی دی.
د پیسو د نړیوال صندوق د جمعې په ورځ د جولای په ۱۲‌ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دغه پیسې به پاکستان ته دا فرصت برابر کړي څو خپل اقتصادي ثبات پیاوړی کړي.

پاکستان شاوخوا درې میاشتې مخکې د درې میلیارد ډالرو د لنډمهالي پور د ترلاسه کولو بهیر بشپړ کړ ترڅو په دغو نقدو پیسو خپل بهرني بیلونه تادیه کړي.

خو د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ټینګار وکړ چې هېواد یې نوي اوږدمهالي پور ته اړتیا لري.

په پاکستان کې د اساسي مالي اصلاحاتو نشتوالی، د پیسو په زیرمو کې کموالی، د پاکستانۍ کلدارو په ارزښت کې بې‌ساری ټیټوالی،‌ دوامداره سیاسي بې‌ثباتي،‌ د کوید ۱۹ وبا، د اوکراین د جګړې اغیزې او دغه راز په ۲۰۲۲ کې ویجاړوونکي سیلابونه د دې لامل شوي چې د پاکستان اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخ کړي.