د نوبل جایزې ګټوونکې او د ماشومانو د زده کړو د حقونو فعاله ملاله یوسفزۍ ویلي دي چې په افغانستان کې د هغو افغان ښځو او نجونو نامعلومې راتلوونکې ته اندیښمنه ده چې له پاکستان څخه ایستل کېږي.

ملالې یوسفزۍ د جمعې په ورځ د جولای په ۱۳ مه نېټه د فرانسي خبري اژانس سره په مرکه کې له پاکستان څخه وغوښتل چې له دغه هېواد څخه د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي.

نوموړې له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو ایستلو باندې اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې په دې کډوالو کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته اندیښمنه ده.

د ماشومانو د زده کړو دغه فعاله افغانستان ته د ستنول شویو افغان نجونو او ښځو په اړه ویلي چې ډېرو دغو نجونو په پاکستان کې تعلیم کاوه، په ښوونځیو کې وې او دغو ښځو کار کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې ملالې یوسفزۍ له دې وړاندې هم له پاکستان حکومت څخه غوښتي و چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او افغان نجونې او ښځې د طالبانو له ظلمونو وژغوري.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته یو شمیر ستنول شوي کډوال د طالبانو له خوا ځورول شوي دي.