کرکټ بورډ په یو تازه اقدام کې د غازي امان الله اتصالات لېست اې یو ورځنیو سیالیو څخه د خپلواکۍ ملي اتل غازي امان الله خان نوم لرې کړ او ټاکل شوې دغه لوبې د اتصالات لېست اې سیالیو په نامه پیل کړي.

یو شمېر د کرېکټ مبصرین او د کرېکټ مینه وال په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ بورډ په دې پریکړې نیوکه کړې او وايي چې طالبان د غازي امان الله خان نومو او کار نامو سره د دوښمنۍ په نیت په کرکټ بورډ فشار راوړی څو د دې سیالیو څخه د خپلواکۍ اتل نوم لرې کړي.

کرکټ بورډ تر دې دمه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو اعلان یې کړی چې ټاکل شوې د دغه لوبو اوم پړاو د اتصالات لېست اې سیالیو په نامه د څلورو لوبډلو ترمنځ په کندز کې پیل کړي.

د یادولو وړ ده چې دغه سیالۍ تر دې وړاندې د غازي امان الله اتصالات لېسټ اې سیالیو په نامه ترسره کېدې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ په تورخم ښارګوټي کې د خپلواکۍ ملي اتل غازي امان الله خان انځور او څلی په تورو رنګونو ویجاړ کړی و.

د کرکټ مبصرین او مینه وال ګواښ کوي که چېرې د بورډ په چارو کې د طالبانو لاس وهنه همداسې دوام وکړي نو د هېواد کرکټ به د کرکټ نړیوالې شورا لخوا تعلیق او تحریم شي.