د افغانستان تر ۲۰ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې نن یکشنبه د جولای په ۷ مه نېټه د مرکزي اسیا اتلولۍ په سیالیو کې د تاجیکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووته او په پایله کې یې یو د صفر پر وړاندې ماتې وخوړله.

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د فوټبال دغه سیالۍ د قرغیزستان په کوربه توب ترسره شوه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې افغان لوبډله د دې سیالیو په A ګروپ کې له قرغیزستان او تاجیکستان سره لوبیږي.

د ویلو ده چې د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالۍ د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو له ۲۰ کلونو کم عمره فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.