د طالبانو کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې یواځې په تېرو څلورو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه څه کم ۱۲ زره افغان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت نن شنبه د جولای په ۶ مه نېټه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې په تېرو څلورو ورځو کې ۱۱زره ۹۹۷ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې له پاکستان څخه ۷۸۱ تنه کډوال د تورخم او ۵۷۱ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي او له ایران څخه ۷ زره ۱۲۵ تنه د هرات د اسلام کلا او  ۳زره ۵۲۰ تنه نور په نیمروز کې د ورېښمو پل له لارې هېواد ته دننه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت زیاتوي چې په ټولیز ډول پاکستان يوزر ۳۵۲ او ایران لس زره ۶۴۵ افغان کډوال ايستلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تېره اوونې خبر ورکړ چې د افغان کډوالو په زور ایستلو بهیر یې پیل کړی دی.