ایران کې نن جمعه د جولای په ۵ مه نېټه د دې هېواد د جمهوري ریاست دویم پړاو ټول ټاکنې د سعید جلیلي او مسعود پزشکیان ترمنځ پیل شوې.

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي هم د دویم ځل لپاره خپله رایه وکاروله او په دغه پړاو ټاکنو کې یې پر ګډون ټینګار وکړ.

د رایې د ورکړې بهیر به ۱۸ ساعته دوام ولري او د تمدید اړتیا په صورت کې د رایو بیا شمېرنه به پېلږي.

په شاوخوا ۵۹ زره مرکزونو کې به رایه‌اچونه وشي او د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په ټول ایران کې د دې ټاکنو په اجرائیوي او څارونکو کمېټو کې له ۸۰۰ زره زیات کسان فعال دي.

د يادونې ده چې که په دې پړاو کې يو نوماند ان یوه زیاته رایه ترلاسه کړي، د ټاکنو ګټونکی اعلانېږي.