د ازبکستان ولسمشر وایي، پروژه به منځنۍ اسیا د افغانستان او پاکستان له لارې له جنوبي بندرونو او نړیوالو بازارونو سره ونښلوي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د نړیوال پانګونې فورم پر مهال ویلي چې هېواد یې د ټرانس-افغان رېللارې پر سترې سیمه‌ییزې پروژې په عملي توګه کار کوي.

نوموړي ویلي، دغه رېلپټلۍ به د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د جنوبي سمندري بندرونو مستقیم لاسرسی برابر کړي او د اسیا او اروپا ترمنځ به د سوداګرۍ او ترانزیټ نوې لارې پرانیزي.

بل لور ته، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم د ټرانس-افغان دهلېز د پرمختګ په برخه کې د ازبکستان د رول ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي، د پروژې بریالیتوب به د منځنۍ اسیا، افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او سیمه لا باثباته او سوکاله کړي.

خلیلزاد همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د دې ستراتېژیکې پروژې پر وړاندې یو مهم خنډ بللی او دواړو خواوو ته یې د ډیپلوماټیک تفاهم او همکارۍ سپارښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې افغانستان، پاکستان او ازبکستان په ۲۰۲۱ کال کې د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې ټرانس-افغان رېللارې د جوړولو هوکړه لاسلیک کړې وه. د دې پروژې لګښت شاوخوا ۴.۸ میلیارده ډالر اټکل شوی دی.