د نجونو د زده کړو او ښځو حقونو فعالې ملالې يوسفزۍ د پاکستان څخه د افغان کډوالو پر جبري ايستنې ژوره خواشيني څرګنده کړې او له پاکستان څخه یې غوښتي چې پر خپله پریکړه دې له سره غور وکړي.

ملالې یوسفزۍ تېره ورځ په خپله ایکس پاڼه کې په دې اړه د یو مطلب په خپرولو سره ویلي چې افغانان په زوره د طالبانو تر ظالمې واکمنۍ لاندې ژوند کولو ته مجبوره کول ډېر خطرناکه دی او دا به د نجونو او ښځو ژوند ډېر اغېزمن کړي.

د نجونو د زده کړو او ښځو حقونو فعالې همداراز زیاته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو د جنسيتي تبعيض له کبله تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو منع شوي دي او باید د دوی خونديتوب او حقونو ته بايد لومړيتوب ورکړل شي.

ملالې پر پاکستان غږ کړی څو پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي او کډوالو نجونو ته دا موقع ورکړي چې په پاکستان کې خپلې زده کړې سر ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړې تر دې وړاندې‌ په دوحه کې د افغانستان په اړه دريمه ناسته چې د ښځو او مدني ټولنې له غړو پرته تر سره شوه نامشروع بللې وه.