یو لیک چې د یکشنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۳۰ مه نېټه د طالبانو پوهنې وزارت د چارسمبالي حبیب‌الله آغا په لاسلیک صادر شوی پکې لارښوونه شوې چې تر بلې خبرتیا دې د ښځينه ښوونکو معاشونه وځنډول شي.

دا مکتوب چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، د طالبانو  پوهنې وزارت دا بهیر تر هغه مهاله ځنډولی چې پنځو زرو افغانیو ته د ښځينه کارکوونکو د معاشونو کمولو حکم څرګند شوی نه وي.

د دغه ځنډ لامل د پوهنې وزارت د ښوونکو د معاشونو په اتومات سیسټم کې ستونزه ښودل شوې ده.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو مشرتابه ټولو دولتي ادارو ته لاښوونه وکړه چې د ښځينه کارکوونکو معاشونه دې پنځه زره افغانۍ وټاکل شي.