د ښځو او بشري حقونو فعالانو،‌ خبریالانو او د ټولنې نورو قشرونو د پاکستان،‌ هند او ایران په ګډون یو شمیر هیوادونو کې د دوحې غونډې ضد لاریونونه کړي او د یادې غونډې د تحریمولو غوښتنه یې کړې ده.

په پاکستان کې لسګونو اعتراض‌کوونکو د شنبې په ورځ د جون په ۲۹ مه نېټه د دوحې غونډې ته د طالبانو بلل د افغانستان د خلکو د ارادې له پامه غورځول بللي او ویلي یې دي له دغې ډلې سره هر ډول مذاکره د معاملې په معنا ده.

دغو اعتراض‌کوونکو د یو ۱۳ ماده‌ییز پریکړه لیک په خپرولو سره ویلي چې دوی له طالبانو سره د تعامل لپاره د هرې اجماع او غونډې د تحریمولو سربیره،‌ له ملګرو ملتونو غواړي چې د خبرو لپاره د طالبانو پر ځای د افغانستان خلکو ته مخ واړوي.

دغو فعالانو همداراز ویلي چې طالبانو پر افغانستان باندې له بیا واکمنیدو وروسته د نورو مذهبونو او ادیانو ځپلو او د اصلي اوسیدونکو نسل‌وژنې او کډوالۍ ته د هغوی اړ ایستلو ته دوام ورکړی دی.

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د جون میاشتې له دیرشمې د جولای تر لومړۍ نیټې جوړېږي.