د افغانستان فوټبال فدراسیون نن شنبه د جون مېاشتې ۲۹ مه نېټه اعلان وکړ چې ټاکل د هېواد فوټسال ملي لوبډله د مراکش فوټسال ملي لوبډلې سره دوه دوستانه سیالۍ وکړي.

د هېواد د فوټبال فدراسیون مسولان وايي چې ټاکل شوې د افغانستان او مراکش ترمنځ دا دوه دوستانه سیالۍ د را روانې جولای مېاشتې په ۱۰ او ۱۳ مه نېټه د مراکش په کوربه توب د تړلو دروازو ترشاه وشي.

د معلوماتو له مخې د دې سیالیو ټولو لګښت د افغانستان فوټبال فدراسیون له بودیجې څخه ورکول کېږی.