د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهوونکی رحمن الله ګربز د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په نړیوال کرکټ کې خپله سلمه لوبه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ ګربز تر دې مهاله یوه ټېسټ، ۴۰ یو ورځنۍ او ۵۹ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دي.

نوموړي په پوره ۱۰۰ پاڼیو کې د ۷ سلیزو او ۱۴ نیمه سلیزو پر مټ د ۳۰.۹۱ منډو په اوسط سره ۳۰۶۱ منډې جوړې کړې دي.

ګربز اوس مهال ملي لوبډلې سره د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې بوخت دی.