د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې اسټرالیا نن یکشنبې د جون مېاشتې پر ۱۶ مه نېټه سکاټلنډ ته د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه او له دې سره یې انګلستان ته د نړیوال جام بل پړاو د وتلو لار برابره کړه.

د دې لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې سکاټلنډ ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، سکاټلنډ په ټاکلو شلو اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په اوټ کېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۸۰ منډو هدف ورکړ.

اسټرالیا یاد هدف د لوبې په ورستي اور کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره او سکاټلنډ ته یې ماتې ورکړه.

د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې ترویس هیډ ۶۸، مارکس سټانیس ۵۹ او تیم داویډ ۲۴ منډې جوړې کړې، د سکاټلنډ لپاره بیا په توپ وهنه کې ګریګ مونسي ۳۵، برنډن مک مولم ۶۰، ریچي برینګټون ۴۲ او میتوکراس ۱۸ منډې جوړې کړې او تر ټولو ښه وځلیدل.

په توپ اچونه کې د اسټرالیا لپاره ګلین مکسویل ۲، ادم زیمپا، ناتن ایلیس او اشتون اګر هر یو یوه – یوه ویکټه واخیسته، د سکاټلند لپاره بیا صفییان شریف او مارک وات هر یو دوه – دوه ویکټې او بریډ وایټ یوه ویکټه ترلاسه کړه. اسټرالیا په ب ګروپ کې د ۸ پاینټونو په ترلاسه کولو او انګلستان د پنځو پاینټونو او ښه رن رېټ په درلودلو له دې ګروپ څخه د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو بل پړاو ته لار پیدا کړه.