د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا له طالبانو غوښتي چې د ښځو سره توپیري چلند پایته ورسوي او په دې تړاو دې ټول اقدامات لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جمعې په ورځ د جون مېاشې پر۱۴ مه نېټه د دې شورا د عالي کمشنر ولکر ترک له قوله په خپله ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي دي، چې طالب چارواکي د ښځینه مامورینو د معاشونو په کمیدوسره لا هم په افغانستان کې د ښځو د ځواکمنیدو مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمشنر پر طالب حاکمو غږ کړی دی چې د ښځو پر وړاندې د توپیري او د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه اقدامات چې د افغانستان مکلفیت دی لغوه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یو حکم له مخې د ټولو ښځینه وو مامورینو معاشونه یو ډول «۵» زره افغانیو ته راښکته کړل.