د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د جمعې په سهار د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې پاپو نیو ګیني کرکټ ملي لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو بل پړاو ته یې لار پیدا کړه.

د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې سیالې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، پاپو نیوګینې لوبډلې د لوبې په ورستي اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۹۵ منډو هدف ورکړ.

د پاپو نیو ګیني لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کیپلن دوریګا ښه وځلید او تر ټولو ډېرې ۲۷ منډې یې وکړې.

افغان ملي لوبډلې یاد هدف د لوبې په ۱۵ اور کې د ګلبدین په ښې توپ وهنې چې ۴۹ ناسوځېدلې منډې یې وکړې پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې په ستر توپیر ماته ورکړه.

د ویلو ده چې په توپ اچونه کې افغان لوبغاړی فضل الحق فاروقي یوځل بیا ښه وځلید او د سیالې لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شول، په دې لوبه کې همداراز نوین الحق ۲ او نور احمد لکڼوال ۱ ویکټه ترلاسه کړه.

دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درېیمه پرله پسې، د افغانستان بله لوبه به د جون مېاشتې پر ۱۸ مه نېټه ویست انډیز سره وي.