د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونسیف وايي، د افغان نجونو د زدکړې ۳ میلیارد ساعتونه ضایع شوي او دا موده یې د غم او اندیښنې موده بللې ده.

د یونسیف اجرائیوي مشرې کاترین رسل د پنجشنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۱۳ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې زر ورځې له زدکړو محرومېدل په دې مانا دي، چې د افغان نجونو د زدکړې ۳ میلیارد ساعتونه ضایع شوي دي.‌

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د زدکړو له بهیره د یو نیم میلیون نجونو سیستماتیک ایستل نه یوازې د دوی د زدکړو له حقه څرګنده سرغړونه ده، بلکې د فرصتونو له لاسه وتلو او رواني روغتیا خرابېدو لامل هم ګرځي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په وینا د ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو حقونه، سیاست لپاره نشي یرغمل کېدای.