ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ د جون مېاشتې په ۱۴ مه نېټه د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې د پاپو نیوګیني کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په خپله فیسبوک پاڼه کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې ملي لوبډله د سبانۍ لوبې لپاره بشپړ چمتوالی لري.

ملي لوبډله که چېرې په سبانۍ لوبه کې پاپو نیوګیني ته ماتې ورکړې د کرکټ نړیوال شل اوریزو جام بل پړاو ته به لار ومومي.