د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې نن چهارشنبه د جون مېاشتې په ۱۲ مه نېټه د کرکټ نړیوال جام شل اوریزو سیالیو په لړ کې د ۹ ویکټو په توپیر نامیبیا ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو بل پړاو ته ووته.

د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې نامیبیا ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، نامیبیا لوبډلې د ۱۷ اورنو په لوبولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او سیالې لوبډلې ته یې د ۷۲ منډو هدف ورکړ.

د نامیبیا لپاره په توپ وهنه کې ګرهارد ایرسموس تر ټولو ډېرې ۳۶ منډې وکړې.

اسټرالیا یاد هدف د لوبې په ۵.۴ اور کې د یوه لوبغاړي په اوټ کېدو پوره کړ، د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې ډیویډ وارنر ۲۰، تیوس هیډ ۳۴ او مېچل مارش ۱۸ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې اسټرالیايي لوبغاړي ادم زېمپا د نامبیا ۴ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې خپله کړه.

اسټرالیا د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په «ب» ګروپ کې له انګلستان، نامیبیا، سکاټلنډ او عمان سره مخامخ شوی، چې په تېرو درې لوبو کې انګلستان، عمان او نامیبیا ته په ماتې ورکولو سره يې وکولای د دې سیالیو بل پړاو ته لار پیدا کړي.