د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د شنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۱۱ مه نېټه د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ اسیایي جام سیالیو ته د لار موندونې دویم پړاو سیالیو په لړ کې له کویټ سره د سیالۍ ډګر ته ووته او خپله لوبه یې یو د صفر پر وړاندې وبایلله.

د لوبې لومړۍ نیمايي له کوم ګول پرته مساوي پایته ورسیده خو کویټ د لوبې دوېیمې نیمايي په ۸۱ دقیقه وکولای شول په افغانستان ګول ووهي او دا لوبه یو د صفر په مقابل کې د کویټ په ګټه پایته ورسېده.

ملي لوبډله له دې ماتې سره د ۲۰۲۷ اسیايي جام سیالیو کې له ګډون څخه بې برخې شوه.

افغانستان د دې سیالیو په A ګروپ کې له قطر، کویټ او هند سره مخامخ شوې وه، چې له دې ډلې یواځې قطر او کویټ بل پړاو ته لار پیدا کړه.