ټاکل شوې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن سه شنبه د جون مېاشتې په ۱۱ مه نېټه د کویټ فوټبال ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

د افغانستان فوټبال فدارسیون په خپله فیس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې دا لوبه به د افغانستان پر وخت د شپې پر ۸:۱۵ دقیقو د کویټ هېواد په کوربه توب د صباح السالم لوبغالي کې ترسره شي.

د معلوماتو له مخې دغه لوبه د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ اسیایي جام سیالیو ته د لار موندونې دویم پړاو سیالیو په لړ کې ترسره کېږي.

ملي لوبډله د بریا په صورت کې او که هند خپله لوبه پر قطر وبایلي یا مساوي کړي، د لومړي ځل لپاره به د اسیا جام فوټبال سیالیو ته لار ومومي.

افغانستان د دې سیالیو په لړ کې ټولې پنځه سیالۍ کړي چې په دوه لوبو کې له ماتې سره مخ شوې، یوه یې ګټلې او دوه یې مساوي کړي دي.