‏د افغانستان په کوربتوب د ۱۹ کلنو کم‌عمره اسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې د بنګله‌دېش ځوانانو لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته د درې ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

‏افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه. افغان ځوانانو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه.

‏په افغان لوبډله کې فیصل شینوزاده د ۹۴ توپونو پر مټ ۱۰۳ منډې جوړې کړې. همدارنګه اوزیرالله نیازي ۴۴، عزیزالله میاخېل ۳۸ ناسوځېدلې، او عثمان بصیر ۳۴ منډې وکړې.

‏د بنګله‌دېش ځوانانو لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۸.۵ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د درې ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

‏افغان ځوانان به خپله دویمه سیالي د راتلونکې دوشنبې په ورځ د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.

‏دغه سیالۍ د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې روانې دي او تر ډسمبر ۲۱مې پورې به دوام ولري. په دې ټورنمنټ کې د اسیا اته لوبډلې ګډون لري.