د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د «ارجنټینا پارک» په نوم ځای کې نږدې ۴۰۰ افغانې کورنۍ له دوو میاشتو راهیسې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره پرلت روان ساتلی دی. پرلتوال وايي، دوی عدالت، بشري حقونه او د کډوالو د اساسي اړتیاوو برابرول غواړي.
د پرلت مشري استاد احمد ضیا فیض کوي. نوموړي ویلي، که نړیوال سازمانونه د دوی غوښتنو ته ځواب ورنه کړي، دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکړي. فیض ټینګار وکړ چې نړیوالې ادارې باید د خپلې بېپروايۍ پر وړاندې ځوابوېونکي وي.
د پرلت ګډونوال وایي چې د دوی غوښتنې د نړیوالو قوانینو له مخې مشروع دي. په داسې حال کې چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړې، د اسلاماباد د ارجنټینا پارک پرلت ښيي چې ګڼ افغان کډوال ځان د نړۍ له پاملرنې بې برخې ګڼي.