‏د نن ورځې د ډیجیټل اسعارو بازار د معاملاتو له مخې، د بیتکوین (BTC) بیه په نړیوالو مالي بازارونو کې ۱۰۰ زره ډالرو ته رسېدلې ده.

‏دا د بیتکوین تر ټولو لوړه بیه ده چې د دې ډیجیټل اسعارو د معرفي کېدو راهیسې ثبت شوې ده.

‏د ۲۰۲۳ کال په پای کې د بیتکوین بیه شاوخوا ۳۰ زره ډالره وه، خو د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو ګټلو وروسته، د بیتکوین او نورو ډیجیټل اسعارو بیې په چټکۍ سره پورته شوې دي.