د کاناډا سرحدي خدماتو ادارې (CBSA) خبر ورکړی چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې ۱۹ افغان پناه غوښتونکي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وو، افغانستان ته استولي دي.
دغې ادارې نن شنبه د نومبر په ۱۶ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه افغانان په “داوطلبانه” ډول خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کاناډا سرحدي خدماتو ادارې څرګنده کړې چې هېڅوک د امنیتي ستونزو له امله له دې هېواد څخه نه دي ایستل شوي او ټول کسان په خپله خوښه له کاناډا څخه وتلي دي.
د کاناډا سرحدي خدماتو ادارې په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.