د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د فوټبال ملي لوبډلو د درجه بندۍ وروستۍ نوملړ خپور کړ چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پکې ۱۵۲ ځای خپل کړی دی.

‏دا په داسې حال کې ده چې افغان ملي لوبډلې تر دې وړاندې د فیفا په درجه بندۍ کې ۱۵۱ ځای در لود.

‏د فوټبال په دې نړیواله درجه بندۍ کې د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې لومړی او د فرانسې فوټبال ملي لوبډلې دویم ځای خپل کړی دی.