د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو کې د افغانستان ۱۷ کلنې فوټبال ملي لوبډلې اتلولي ټول افغان ولس ته مبارکي ویلي ده.

محمد اشرف غني نن یکشنبه د اګسټ په ۲۵ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې افغانستان په لومړي ځل وکولای شول د دې سیالیو اتلولي خپله کړي او د ازبکستان په ماتولو سره افغان لوبغاړو بریا خپله کړه.

نوموړي همداراز د لوبو په ډګر ملي لوبغاړو ته د ډېرو بریاوو هیله کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې تېره ورځ د مرکزي اسیا (کافا) د اتلولۍ په پای لوبه کې د ازبکستان ملي لوبډله په یو ګول ماته ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.