د طالبانو تر کنټرو لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی دی چې سبا د دوشنبې په ورځ د اګسټ په ۲۶ مه نېټه به د ازادې دواطلبۍ له لارې تر ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د افغانستان بانک نن یکشنبه د اګسټ په ۲۵ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

په اعلامیه کې همداراز ټنیګار شوی دی چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د ویلو ده چې د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه وخت نا وخت په ميليونونو ډالر د ليلام له لارې پلوري.