‏د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي، که د داعش خراسان له لوري “قریب‌الوقوع ګواښ” احساس کړي، پر دې ډله به برید وکړي.

‏د پنتاګون ویاند، جنرال پاتریک رایدر، په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې که پر داعش فشار نه وي، دا ډله بیا وده کولی شي.

‏طالبانو ویلي چې په افغانستان کې داعش ځپل شوی او ګواښ نه دی.