د افغانستان کورني کرېکټ لیګ شپږیزه سیالیو لومړۍ لوبه د بند امیر ښامارانو او سپین غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې بندیر د ۱۹ منډو په توپیر خپلې سیالې لوبډې ته ماته ورکړه.

دغه سیالۍ نن دوشنبه د اګسټ مېاشتې په ۱۲ مه نېټه د کابل کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې بند امیر په ټاکلو شلو اورونو کې د خپلو ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۸ منډو هدف ورکړ خو سیالې لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د خپلو ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو یواځې ۱۴۸ منډې ترلاسه کړې او لوبه یې د ۱۹ منډو په توپیر وبایلله.

د ویلو ده چې د افغانستان کورني کرېکټ نهم پړاو شپږیزه سیالۍ د پنځو لوبډلو په ګډون نن دوشنبه د کابل کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې دي.