د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدوونکو چارو وزارت په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو د ناوړه چلند په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي دي یاد هېواد دې له هغو مواردو ډډه وکړي چې په پایله کې یې د تهران او کابل ترمنځ اړیکې زیانمنوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدوونکو چارو وزارت نن جمعه د اګسټ مېاشتې په ۹ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران له حکومت څخه غوښتي څو د افغان کډوالو پر وړاندې له صبر او زغم څخه کار واخلي او د زور زیاتي پرځای د هغوئ ستونزو ته دې رسیده ګی وکړي.

اعلامیه کې راغلي دي چې له ایران څخه د افغان کډوالو په جبري ډول ویستل د ټولو اسلامي، نړیوالو او د ګاونډیتوب له اصولو سره خلاف کړنه ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدوونکو چارو وزارت په ورته وخت کې په ایران کې د مېشت افغان کډوالو څخه غوښتي څو په خپله خوښه او با عزته توګه خپل هېواد ته ستانه شي او د اوسېدو په صورت کې د کوربه هېواد قوانین په پام کې ونیسي.

طالب چارواکي داسې مهال له افغان کډوالو بېرته هېواد ته د ستنېدو غوښتنه کړې چې اکثره دغه کډوالو د اقتصادي ستونزو، د کار نشتون، د طالبانو له ویرې او د دوی له لوري د نجونو پر تعلیم او تحصیل د بندیزونو له کبله ګاونډیو هېوادونو ته کډه کولو ته اړ شوي دي.